د فاریاب د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت پر مرکز مېمنې سربېره، پښتونکوټ، المار، قیصار او چهلګزي ولسوالیو کې د ۱۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۸ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو په خبره دغه ودانۍ په اساسي ډول رغول کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې له ۳ زرو ډېرو زدهکوونکو ته په مناسب چاپېریال کې د زده کړو زمینه برابره شي.