د بامیانو ولایتي روغتون د دغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د نس ناستې ناروغیو له زیاتوالي خبر ورکوي. د دوی په خبره د چنګاښ میاشتې له پیله تر دا مهاله له پنځو زرو زیات ماشومان او نوي ځوانان تر درملنې لاندې دي. د دغه روغتون روغتیاپالان وایي د هوا تودوخې درجې لوړېدو سره هممهاله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ماشومانو او نویو ځوانانو ترمنځ د نس ناستې او کانګو ناروغۍ زیاته شوې دي. د دوی د شمېرو پربنسټ د چنګاښ میاشتې له پیله تر دا مهاله ۵ زره ۴۳۲ تنه ماشومان او نوي ځوانان د بامیان له مرکز او ولسوالیو سربېره د بغلان، میدان وردګ او غور ولایتونو هم ناروغان د درملنې په موخه دغه روغتون ته راوړل کېږي. د هوا تودوخې زیاتوالی، د روغتیايي لارښوونو نه مراعاتول، د ویروسو لېږد، د کورنیو اقتصادي کمزورتیا د نس ناستې ناروغیو بنسټیز لاملونه ګڼل کېږي.