د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د کابل په ګل باغ سیمه کې د افغان معیار فارمونو څخه د لیدنې پرمهال په هېواد کې د چرګانو روزنې سکټور پر ملاتړ او ودې ورکولو ټینګار کړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړي د یوه فرعي سړک د پرانیستې په ترڅ کې چې افغان معیار فارمونه د عام سړک سره نښلوي، د هېواد د غذایي خوندیتوب د تامین په اړه د یاد وزارت د هڅو په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، چې غواړي افغانستان غذایي خپلواکۍ ته ورسوي، او په دې برخه کې يې هڅې روانې دي. سرچینې زیاته کړې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست همدارنګه د چرګانو روزنې سکتور په ځان بسیاینې لپاره د نورو هڅو یادونه وکړه او د فارم لرونکو د هر اړخیز ملاتړ باندې یې ټینګار وکړ.