د هرات سیمه ییزو مسوولینو د دغه ولایت په ۱۵ ناحیه کې د یوې پروژې د چارو د پيل خبر ورکړی دی. د هرات ښاروال نعمت الله حسن ویلي، چې د یاد ولایت په ۱۵ ناحیه کې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو سړکونو او کانالونو د جوړولو چارې پيل شوې دي. حسن زیاته کړې چې د یادې پروژې چارې به د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.