د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره درې یوه ورځنۍ لوبې کوي. کرکټ بورډ نن اعلان وکړ چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې پر ۱۸، ۲۰ او ۲۲مه له سویلي افریقا سره درې یوه ورځنۍ نړۍوالې لوبې کوي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله بیا تر دغو لوبو مخکې له نوي زیلاند سره یوه ټېسټ لوبه هم لري.