په پروان ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونیسف له خوا د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې. د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس عبدالصمد صادق وايي، د اوبو رسولو دغه شبکه په پام کې ده چې د مرکز چاریکار له مرکز څخه د «بایان پایین» چاریکار په کلي کې جوړه شي. د صادق په وینا، په یاده شبکه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول او د ۷۸۷۷ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل دي. د مسوولینو په خبره د دغې شبکې په جوړېدو سره به د یاد کلي سلګونه تنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.