د هلمند امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یو سراچه موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي. دغه پېښه پرون د هلمند د سنګین ولسوالۍ په څاروان کلا سیمه کې هغه مهال شوې ده، امنیتي مسوولینو ویلي، چې یو سراچه موټر د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له سړک اوښتی او د هلمند سیند ته غورځېدلی دی، چې څلور تنه ماشومان یوه ښځه او یو تن نارینه پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه ژغورل شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.