د غور د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې سږکال په دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله د بادرنګو په حاصلاتو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد آخندزاده عشرت ویلي، چې تېرکال په یاد ولایت کې د بادرنګو حاصلات ۱۳۵ ټنه وه، چې د تېر کال په پرتله یې سږ په حاصلاتو کې ۲۶۵ ټنه زیاتوالي راغلی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د یادو حاصلاتو د ډېروالي اساسي لامل کروندګرو ته د کرنې په برخه کې عامه پوهاوی او وروستي موسمي ورښتونو او د طبیعي آفتونو او ناروغیو نه شتون یاد کړی دی. ورته مهال د یاد ولایت یو شمېر کروندګر د بادرنګو د حاصلاتو له ډېروالي خوښ دي او له دولت څخه غواړي، چې د حاصلاتو د ساتنې لپاره ورته سړې خونې جوړې کړي.