د پوهنې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د هېواد په سړو ولایتونو کې د تودوخې درجې زیاتوالي له امله د دولتي او خصوصي ښوونځيو رخصتي د زمري میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې غځولې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د ښوونځیو درسونه به د زمري په ۲۰مه نېټه د (شنبې ورځ) بېرته پیل شي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو څو ورځو کې په هېواد کې د تودوخې درجه په کمساري ډول لوړه شوې ده.