د فراه ولایت ځایي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې د اوبو رسولو دغې شبکې په جوړېدو سره به ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. د مسوولینو په خبره دغه شبکه د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه ۷ سوه زره افغانیو په لګښت جوړېږي. د مالوماتو له مخې په یاده پروژه کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۴ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.