سږ کال په کندهار کې د ۱۰۰ زره ټنه انځرو د حاصلاتو وړاندوینه شوې. د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د دوی د اټکل له مخې سږ کال په کندهار کې د ۱۰۰ زره ټنه انځرو د حاصلاتو راټولولو وړاندوینه شوې، چې د کیفیت له پلوه تر پخوا ښه شوي هم دي. بل لور ته بیا کندهار کې د انځرو باغ لرونکي سږ کال د نباتي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکوي. د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې تر دوه زره هکټاره ځمکه باندې د انځرو باغونه جوړ دي. خو د شاولیکوټ، نېش او ارغستان ولسوالیو انځر د ښه او لومړیو درجه انځرو څخه دي، چې د داخلي بازار تر څنګ په بهرنیو مارکېټونو کې ښه بازار لري.