د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر په کابل کې د فیروز کوه کلتوري انسټیټیوټ له بنسټګر روري اسټیوارټ او د دغه انسټیټیوټ له مشرې سوشانه اسټوارټ سره کتلي. په دې کتنه کې روري اسټیوارټ ویلي، چې دغه اداره د تاریخي، هنري او کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ، د افغانستان د ناملموسو فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او معرفي کولو په هدف هم کار کوي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه بنسټ له دندو څخه یوه هم د کابل ښار د مرادخانې تاریخي سیمې بیارغونه او ساتنه ده چې د دغه ښار له پخوانیو سیمو څخه ګڼل کېږي. ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير د فيروزکوه انسټیټیوټ د کلتوري او ښوونيزو فعاليتونو قدرداني کړې او د افغانستان د فرهنګي ميراثونو په ساتنه او د ځوانانو په روزلو کې يې د دغه بنسټ رول مهم بللی دی.