د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې څه باندې دوه سوه کورنۍ له پاکستانه هېواد ته راستنې شوي دي. دغه وزارت ویلي، پرون د تورخم له لارې ۳۰، د سپین بولدک له لارې ۴۸، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۶۱ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. د پاکستان حکومت د تېر کال د نوامبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستان او ایران هره ورځ لږ تر لږ ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال له خپلې خاروې باسي. خو ایران او پاکستان بیا ویلي، دوی یوازې بېاسناده کډوال له خپلې خاورې باسي. په ایران کې مېشت افغان کډوال شکایت کوي، چې په وروستیو کې له دوی سره د پولیسو او عام خلکو بد چلند اوج ته رسېدلی دی.