بامیانو کې له یوه باروړونکي موټر سره د کرولا موټر د ټکر له امله د دوو ښځو په ګډون پنځه تنو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي. د سیمهییزو چارواکو په وینا؛ دغه پېښه نن له غرمې مخکې د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ اړوند پایموري سیمه کې رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې په هیواد کې ترافيکي پېښې زیاتې شوې او لامل لامل یې د موټر چلولو د اصولو او مقرراتو نه مراعتول او د کم عمره کسانو له خوا د موټر چلولو په ګډون ګړندى تګ ښودل شوی دى.