پاکستاني چارواکي وايي، له ترکمنستان سره د ټاپي پروژې په برخه کې د ګډې همکارۍ لپاره پرمختګ شوی او له مخې به یې د دې پروژې د پلي کولو چارې چټکې شي. دوی وايي، دا پرېکړه پلازمېنې اسلام اباد ته د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په دوه ورځنۍ لیدنه کې شوې ده. پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پټرولو وزیر له قوله ویلي، چې په دغو خبرو کې د اقتصادي وصلتوب او د انرژۍ اړتیا د خوندیتوب لپاره ټاپي پروژه کې د ګډې همکارۍ لپاره ځانګړی پرمختګ شوی دی او دې سره به د دې پروژې د پلي کول چارې چټکې شي. د ترکمنستان د بهرنیوچارو وزیر تېره اونۍ پاکستان ته د یوه پلاوي په مشرۍ تللی و. ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.