د تورخم لاره یو ځل بیا د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې. سلګونه باروړنکي موټر له پرون راهیسې سیمه کې ایسار پاتې او په کې د بار توکو د خرابېدو شونتیا شته. د بي بي سي د راپور له مخې، افغان او پاکستاني چارواکي وايي موټر چلوونکو ته د اړینو اسنادو د نه لرلو له امله له کرښې د اوښتو اجازه نه ده ورکړل شوې. پاکستان افغانستان سره د نوي تړون له مخې موټر چلوونکو ته د ټاد په نامه د تګ راتګ اسناد اړین ګرځولي او د جولای یو دېرشمه یې د دغو اسنادو د برابرولو لپاره وروستۍ نېټه ټاکلې وه. په تورخم کې د باروړونکو موټرو پر مخ د تګ، راتګ دروازه چهارشنبه ماخوستن وتړل شوه. عیني شاهدان وايي، په سبو او تازه میوې بار سلګونه موټر په سیمه کې ایسار پاتې دي. سوداګر وايي، د تورخم لارې له تړل کېدو سره په ورځني ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ د ۱۲۰ میلیاردو روپیو سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.