کابل ښاروالي وايي، په روان کال کې به د هېوادوالو په تګ راتګ کې د اسانتیاو په موخه په کابل ښار کې ۸ هوايي پلونه جوړ کړي. د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، پر دغو پلونو چې، د کابل په بېلابېلو سیمو کې به جوړ شي، شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د هوايي پلونو جوړول د ټرافیکي پېښو او ګڼې ګوڼې په کموالي کې اغېزناک بولي او غوښتنه کوي چې خلکو ته باید په دې برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړل شي. د یادونې ده چې واک ته د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته د کابل ښاروالي یو شمېر څلور لارې، شنې ساحې، کانالونه او هوايي پلونه جوړ کړي دي.