په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو له نیولو شکایت کوي او زیاتوي چې دغه کار د دوی ژوند سخت کړی دی. له بل لوري په ترکیې او ایران کې مېشت افغان کډوالو هم له ورته ستونزو شکایت کوي، او وايي ایراني پولیس هغه افغانان له خپل هېواد وباسي، چې قانوني اسناد لري. په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونو چارو وزارت چارواکي له هېوادونو غواړي، چې افغان کډوالو سره د نړۍوالو قوانینو له مخې چلند وکړي. ورته مهال کابل کې د چین سفیر د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازي سره په لیدنه کې له افغان کډوالو سره د مرستو له زیاتوالي خبر ورکړی دی.