د پروان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په شیخ علي ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت یوه منځني ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د مسوولینو په وینا یاده ودانۍ ۱۲ درسي او یوه اداري خونه لري چې د خلکو په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت په یوه پوړ کې په اساسي ډول د یاد ولایت د شیخ علي ولسوالۍ په پاواز کلي کې د ۲ کلونو په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.