افغانستان د لومړي ځل لپاره د موټر چلولو جواز یا لیسنس برېښنايي کوي. د کورنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا پروسه به راتلونکو څو ورځو کې په ټول هېواد کې پیل شي. د نوموړي په خبره د افغانستان برېښنايي لایسنس به په نړېوالوو معیارونو برابر وي چې ور سره به هېواد کې د غیري قانوني لیسنس د ورکړې مخه هم ونیول شي. کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د برېښنايي لایسنس په وېش به ترافیکي پېښې راکمې او یو شمېر نور مهم بدلونونه به رامنځته شي.