د بشري ارزونو یوه بنسټ (اې سي اې پي ایس) په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په راتلونکو ۱۰ کلونو کې به افغانستان د اقلیمي بدلون له عمده خطرونو سره مخ شي. یاد بنسټ په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د اغیزو په اړه په یوه راپور کې له نورمال حالت څخه د حرارت درجې پورته کیدل ، دیخونو ویلې کیدل، وچکالي،سیلابونه او ځمکې ښویېدنې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د اصلي خطرونو په توګه ښودلي دي. په راپور کې راغلي چې که څه هم افغانستان د ګلخانه يي ګازونو د خپریدو په برخه کې ډیره کمه ونډه لري، خو په نړۍ کې د اقلیم د اغیزو د لسو تر ټولو زیانمنوونکو هیوادونو په ډله کې ځای لري.