په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په دغه هېواد کې یوازې دوه پر درېیمې برخې لږ نوي زېږدلي ماشومان په ۶ لومړیو میاشتو کې د مور له شیدو تغذیه کېږي. یاد بنسټ ویلي چې په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې دفتر په مرسته د تغذیو په مرکزونو کې داسې پروګرامونه پېل کړي، چې میندو ته د محلي پخلي او صحي خوړو د جوړولو زدهکړې ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم یونیسف ویلي و، چې په افغانستان کې ماشومان ګڼې ننګونې زغمي. ډاکتران وايي چې د مور شیدې د ناروغیو پر وړاندې د ماشوم د بدن مقاومت لوړوي.