د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د هوا له ککړتیا او ناروغیو له زیاتوالي شکایت کوي. دوی وایي، وروستیو ورځو کې د هوا ککړتیا له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین هم وایي، کابل کې د هوا ککړتیا تر ټولو ستر لاملونه په کارخونو کې له حرارتي برېښنا کار اخیستل، د استهلاک شویو موټرو تګ راتګ او اقلمیي بدلونونه دي. د دوی په خبره، دغه اداره له کابل ښاروالۍ او د ترافیکو له عمومي ریاست سره په همغږۍ د یادو ستونزو پر حل کار کوي. د چاپېریال ساتنې ځينې کارپوهان بیا پر دې بارو دي چې د زرغونو سیمو زیاتوالی او د لویو تولیدي کارخونو کنټرول د کابل د هوا په ښه والي کې مرسته کولی شي.