د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو لپاره د هېواد د ۵ زونونو د لوبډلو نوملړونه ټاکلي دي. د کرکټ د مالوماتو له مخې دغه سیالۍ به د روانې اګسټ میاشتې په ۱۲مه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به په کابل کرکټ لوبغالي کې دوام وکړي. د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په دې لیګ کې د سپین غر پړانګانو، حشمت الله شهیدي د بند امیر ښامارانو، ابراهیم ځدراڼ د مس عینک اتلانو، رحمت شاه زرمتی د بست ساتونکو او عظمت الله عمرزی بیا د امو نهنګانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.