د پکتيکا ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د سېلاب راوتلو له کبله د درېيو ولسواليو لارې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې تېره شپه د دغه ولايت د خيرکوټ، يوسفخېل او اومنه ولسوالۍ د شدید باران او سېلاب شاهدې وې. په یاد ولایت کې د سېلابونو د لارو بندېدو سربېره لسګونه جریبه کرنیزه ځمکې، څو کورونو او یو روغتیايي مرکز ته زیان رسولی دی. سرچینې دغه راز ویلي، چې د خيرکوټ ولسوالۍ په پايندخېلو سیمه کې د سېلابونو له راوتلو وروسته ګڼې کورنۍ په خپلو کورونو کې بندې پاتې دي. د سرپرست حکومت چارواکو د یادو لارو د بېرته خلاصېدو او د سېلاب له کبله د اوښتو زيانونو د کره شمېر په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.