د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې لیکلي چې نړۍوالې ټولنې په کابو تېرو درې کلونو کې له افغانستان سره د اوو مېلیارد ډالرو مرسته کړې ده. په یاد راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړې استازې له قوله ویلي، چې د دغو مرستو له ډلې ۲٫۹ مېلیارد ډالره یې امریکا کړې چې په کې بشري او پرمختیايي مرستې شاملې دي. د سیګا د راپور پر بنسټ، د دغو مرستو سره سره ،افغانستان له اقتصادي ناورین سره مخ دی. د دغه راپور له مخې، د روان کال تر جون میاشتې پورې په سویس کې په اماني صندوق کې هم د افغانستان شتمۍ ۳٫۸۴ مېلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. بلخوا د اقتصاد وزارت چارواکو په اوسني وضعیت کې د مرستو دوام مهم ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان کنګل شوې ملي شتمنۍ هم باید ازادې او د افغانانو په واک کې ورکړل شي.