د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر اساس په هېواد کې د سرحدي سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه یوه کمېټه رامنځته شوې ده. د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وايي، دغه کمېټه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په مشرۍ چې په ترکیب کې یې د سرحدي ولایتونو مرستیالان، ولسوالان، د اړوند ولایتونو رییسان او د ملي دفاع وزارت استازي په کې برخه لري د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه او نورو سرحدي سیمو کې به فعالیت کوي. همداراز دغه کمېټه به د یادو سیمو اوسېدونکو ته د عصري او دیني زده کړو، روغتیا، مخابراتو، سړکونو د څښلو پاکو اوبو برابرولو او نورو برخو کې معیاري خدمات وړاندې کوي. د دغې حکم کې مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې، چې د کمېټې د اړتیا وړ بودجې په برابرولو کې مرسته وکړي.