د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په اټکل شویو ولایتونو کې نورستان، کونړ، لغمان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، زابل، کندهار او یو شمېر نور شامل دي. اخوا په سالنګونو، شمالي، سویلي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو او دوړو اټکل هم شوی دی.