د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي اعلان کړی چې اوکرایني پیلوټانو په دغه هېواد کې دننه د عملیاتو لپاره د امریکا له ایف – ۱۶جنګي جټ الوتکو کار اخیستی دی. زلینسکي دغه خبر په یوه هوايي اډه کې له پوځي پیلوټانو سره په کتنه کې ورکړی دی. د اوکراین ولسمشر د دغو الوتکو د رسېدو د خبر د تایید پر مهال ویلي، «اېف-۱۶ جنګي الوتکې اوکراین کې دي. هغه ویلي په خپلو پیلوټانو ویاړي چې په دې جټ الوتکو کې مهارت لري او د هیواد لپاره یې کارول پیل کړي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې کییف له ډېرې مودې راهیسې د دغو جنګي الوتکو د ترلاسه کولو په لټه کې و او د دې لپاره یې ډېرې هڅې کړې وې.