د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په دغه هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۲ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي. جیو نیوز د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په حواله راپور ورکړی، چې دغه کسان د سختو بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې لکه د ځمکې ښویېدو، د کورونو د چتونو راپرېوتو، سېلابونو او تالندې له امله مړه شوي دي. پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په دغو پېښو کې ۳۲ تنه ټپيان شوي، ۲۶۳ کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، لسګونه پلونه او لسګونه کيلومتره سړکونه هم ويجاړ شوي دي. په وروستیو ورځو کې د هند او پاکستان په ګډون په یو شمیر اسیايي هېوادونو کې سخت موسمي بارانونه وریږي.