د دایکندي ولایت په شترلي ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارو پیل شوي دي. د یاد ولایت په شترلي ولسوالۍ کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه او ۴ سوه زره افغانیو په لګښت د ۲۷ کیلو متره په اوږدوالي او ۵ متره سور سره د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې. ورته مهال د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د یاد سړک په جوړېدو خوښي ښودلې، چې د یاد سړک په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه شته ستونزې حل شي.