د بلخ ولایت ځایي چارواکي وايي، چې له یوې نیمې لسیزې وروسته د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د باختر پنبې غوړیو دولتي فابریکې بیاځلې پر فعالیت پیل کړی دی. د یادې کارخونې مسوولین وایي، چې د سرپرست حکومت تر واکمنۍ وروسته یې په تېرو دوو کلونو دغه تولیدي کارخونه بیاځلې د افغان انجنرانو پرمټ ترمیم کړې او دا مهال باکیفیته غوړي تولیدوي. د باختر پنبې غوړیو د دولتي فابریکې عملیاتي آمر محمد صدیق براتي وایي، په ۲۴ ساعتونو کې ۳۷۰۰ کیلوګرامه لابراتوار شوي معیاري غوړي تولیدوي او زیاتوي، که نور ماشینونه هم فعاله شي؛ نو دا کچه به تر ۶۰۰۰ زره کیلوګرامه غوړیو پورې ورسېږي.