د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان هغه راپور رد کړی چې ویلي و، له ۲۰۲۰م کال وروسته ۸ میلیونه افغانان نورو هېوادونو ته کډه شوي دي. دغه وزارت نن د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې په تېرو درېیو کالو کې ۳.۷ مېلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د مرستندویانو د پاملرني د راجلبولو لپاره د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي. د چارواکو په خبره، له افغانستان د کډوالۍ په پرتله د راستنېدنې پروسه ډېره چټکه شوې ده.