د ننګرهار د اقتصاد ریاست له خوا د دې ولایت د کرنې د پراختیا او پياوړتیا په موخه، د یو اېن ډي پي موسسې په مالي ملاتړ او د اکشن اېډ موسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت د کرنې ریاست سره په همغږۍ د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت په اچین، کوټ، خوږیاڼو، دره نور، رودات، سره رود، بهسود، شیرزاد، لعلپورې او چپرهار ولسوالیو کې نوي باغونه جوړیږي. د اقتصاد رییس ویلي، چې په دغه پروژه کې هر بزګر ته پر یو جریب ځمکه باغ جوړوي. د نوموړي په خبره سلګونه بڼوالو ته به د باغدارۍ اړوند کاري وسایل چې لاس ګاډي، د دوا پاشۍ پمپونه او نور شامل دي هم ورکول کېږي. نوموړی وايي له دې سره به ننګرهار کې د زراعت برخه لا پياوړې او پراختیا ومومي.