د ډبي په نوم سمندري توپان د امریکا په جنوبي ایالت فلوریډا کې د سیلابونو او شدید باران سبب شوی، چې له امله یې څلور تنه مړه شوي دي. د اولې درجې دغه توپان پرون د فلوریډا لودیدځو ساحلي سیمو ته ورسېد او اټکل کیږي چې د امریکا نورو جنوب ختیځو ایالتونو ته هم خپور شي. د فلوریډا په لیوي ښارګوټي کې پولیسو ویلي، چې پر یو کور باندې د ونې د لوېدو له کبله یو ۱۳ کلن هلک مړ شوی دی. د دغه ایالت په هیلزبورو سیمه کې یو موټر سیند ته ښویېدلی او چلوونکی یې مړ شوی دی. د فلوریډا په ډیکسي ښارګوټي کې د موټر د ټکر له کبله یوه ۳۸ کلنه ښځه او یو ۱۲ کلن هلک مړه شوي دي.