په تهران کې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته، دې ډلې پرون یحیی سنوار د هغه ځای ناستی وټاکه. سنوار د ۲۰۱۷ راهیسې په غزې کې د حماس مشر دی او په قطر کې د اسماعیل هنیه سره اوسیده. اسراییل وایي چې د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې بریدونو اصلي طراح سنوار دی. دی د همدې بریدونو څخه وروسته په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. د حماس یو جګپوړي چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د نوي سیاسي مشر په توګه د سنوار ټاکل کیدل دا پیغام رسوي چې دا ډله به د مقاوت لاره جاري ساتي.