د پاکستان د مالیې وزیر ویلي، له چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه یې د خپل هېواد د پورونو د ورکړې موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده. محمد اورنګزېب ویلي، پاکستان ۱۲ مېلیارډ ډالره پوروړی دی او د پیسو له نړۍوال صندوق څخه د ۷ مېلیارډ ډالرو د نوي پور تصویب ته په تمه دی. پاکستان تمه لري، چې د دې میاشتې تر پایه به د پیسو نړۍوال صندوق څخه د ۷مېلیارد ډالرو په ګډون د نوي پور پروګرام تصویب او وروستی شي. د پاکستان د مالیې وزیر ډاډ ورکړ، چې د پایداره اصلاحاتو په تعقیب د هېواد اقتصاد د ثبات په لور روان دی. نوموړي د ماليې د سيستم پر پياوړتيا، د شفافيت پر ښهوالي او د انرژۍ په برخه کې د اصلاحاتو پر پلي کولو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې اوسني حکومت هم په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.