د افغانستان بانک لومړي مرستیال د سوداګریزو بانکونو او د بانکونو ټولنې له استازو سره د مالي خدمتونو د پراختیا په تړاو غونډه کې ویلي، چې په سوداګریزو بانکونو کې به د مشتریانو پر امانتونو محدودیتونه راکم او د نویو حسابونو پرانیستلو کې به اړینې اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي دغه راز هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ ترویج مهم بللی او د سوداګریزو بانکونو له استازو یې غوښتي چې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.