د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د غزني د ناهور ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د څه باندې ۱۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په اډانه کې ۳۲۸ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. ياد وزارت زیاته کړې، چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، د اوبو لګولو سربندونو او محافظوي دېوالونو جوړول شامل دي. د غزني اوسېدونکي د دغو پروژو پر بشپړېدو خوښي ښيي او ګټورې یې بولي. دوی غوښتنه کوي، چې ورته نورې پروژې دې هم د دغه ولایت په نورو سیمو کې عملي شي.