د اوبو او انرژۍ وزارت په اروزګان ولایت کې د درې میګاواټه لمریزې برېښنا پر شبکې کار پیلوي. د اروزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا درې زره کورنیو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره شي. د دغه ولایت اوسېدونکي د لمریزې برېښنا پروژې ته خوښ دي او وايي، چې د برېښنا په موجودیت سره به صنعتي وده او پرمختګ ته لاره هواره شي. د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، اروزګان ته ځانګړې شوې درې میګاواټه لمریزه برېښنا چارې به د ۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د یو کال په موده کې بشړې شي.