له (پوليو څخه پاک افغانستان) په نوم بنسټ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې راتلونکې اوونۍ به د هېواد په ځينو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسینو کمپاين پيل شي. د مالوماتو له مخې دغه کمپاین به د راتلونکې شنبې په ورځ هرات، اروزګان، هلمند، کندهار، زابل او نیمروز ولایت کې پیل شي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به ۴،۲ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي واکسین شي .دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان په سوېل کې د پولیو مثبتې پېښې په پرله پسې ډول مخ په زیاتېدو دي.