د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت له چارسمبالي، رابرټ چټر ډیکسن سره کتلي او د افغانستان د سیاسي او اقتصادي وضعیت او نشه یي توکو سره د مبارزې په لارو چارو یې خبرې کړې دي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو د هېواد اوسنی وضعیت د تعامل، خبرو اترو او د اړیکو پراختیا لپاره مناسب بللی او زیاته کړې یې ده چې یو پرمختللی او باثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی.