د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د ویډیويي کنفرانس له لارې پر بېلابېلو دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي. د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې اقتصادي مرستیال د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو پر لارو چارو خبرې کړې دي. اخوا د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې ژر به د ټاپي پروژې کارونه پیل شي او په افغانستان کې به د برېښنا او وسپنې پټلۍ په برخو کې پانګونې وکړي.