د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ۴۵۰ څخه زیات مخابراتي سایټونه جوړیږي. د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر د پکتیکا قومي مشرانو سره ناسته کې ویلي، د دغو څه باندې ۴۵۰ مخابراتي سایټونو له ډلې ۲۵ یې پکتیکا ته په پام کې نیول شوي دي. د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي د سرپرست وزیر له قوله لیکلي، دا مخابراتي سایټونه به د پکتیکا په لرو پرتو سیمو کې جوړ، څو د ټولو ولسوالیو اړوند سیمې د مخابراتي پوښښ لاندې راشي. دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د هېواد لرې پرتې سیمې له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي او د تېرو شلو کلونو پر مهال د دې سیمو اوسېدونکو ته هېڅ کار او پاملرنه نه ده شوې.