د جوزجان د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولایت کې لسګونه بې ځایه شویو کورنیو ته سرپناه جوړېږي. د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ویلي، چې د شبرغان د مرکز په درزاب آباد سیمه، آقچې او قوشتېپې ولسواليو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۳۸.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۱۱ داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته سرپناه جوړېږي. د نوموړي په وينا، هره سرپناه به دوې خونې دهلیز، پخلنځی او تشناب ولري. په دغه پروژو کې د سیمې ٤٥٠ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوولینو وویل چې په پام کې ده د هېواد په ٩ ولایتونو کې١١٢٠ کورنیو ته په معیاري ډول سرپناه جوړې کړي.