د بلوچستان د چمن او افغانستان د سپین بولدک تر منځ پر ډېورنډ کرښه له افغان تذکرې او پاکستاني پېژندپاڼې یا شناختي کارډ سره د تګ راتګ اجازې نه ورکول کېدو له کبله ځايي کارګرو او مدني فعالانو یو ځل بیا د احتجاجي پرلت پیلولو اعلان کړی دی. دې کسانو نږدې درې اونۍ مخکې خپل ۱۰ میاشتنی پرلت وروسته تر هغه پای ته ورساوه، چې د دوی په خبره د پاکستان حکومت پر دې لار د تلو راتلو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط بېرته اخیستی و. د پرلت مشران وايي، پاکستاني چارواکي پر خپلو ژمنو نه دي درېدلي او له همدې کبله دوی خپل احتجاجي پرلت بېرته پیلوي. د پرلت کمېټې ویاند صادق اڅکزي وويل د پرلت بيا پېلولو پرېکړه یې وروستۍ ده او نن به دې لړ کې د کمېټې غړي د هغو ټولو سياسي ګوندونو له ځايي مشرانو سره ليده کاته کوي چې د دغه پرلت ملاتړ يې کړی دی.