د امریکا اېبيسي تلویزیوني شبکه وایي چې د سپټمبر پر لسمه به د ډونالډ ټرمپ او کمالا هرېس د لومړنۍ مناظرې کوربه وي. اېبيسي دا خبر تر هغې وروسته پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی، چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته جمهوریپال نوماند ډونالډ ټرمپ یوه خبري کنفرانس ته وویل، حاضر دی له خپلې ډیموکراتې سیالې سره په یوې نه بلکې څو ټلویزیوني مناظرو کې برخه واخلي. راتلونکو ټاکنو ته ډیموکراتې نوماندې کمالا هرېس هم پنجشنبه په مېشیګان کې یوې ټاکنیزې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د اېبيسي په ټلویزیوني مناظره کې برخه اخلي.