د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د (سیب رخش) تر نوم لاندې کلتوري جشنواره د سلګونو شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو په ګډون جوړه شوه. په دغه مراسمو کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس انجنیر ذبیح الله امیري ویلي چې د سرپرست حکومت په بریالیتوب سره دا ډول کلتوري جشنوارې هر کال جوړېږي چې په کې شاعران خپل شعرونه او لیکوالان خپلې مقالې ګډون والو ته اوروي. امیري د یادې جشنوارې د تاریخي مخینې په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې دغه جشنواره زر کلنه تاریخي مخینه لري او د یاد ولایت له بومي شتو څخه بلل کېږي. په دغې جشنوارې کې سیمه ییزو مسولینو, عالمانو، شاعرانو، لیکوالانو، ځوانانو او د سیمې سلګونو کسانو ګډون کړی و.