د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د بُست په نامه د غوړیو او پنبې فابریکې له بيارغونې وروسته بېرته په فعاليت پيل وکړ. د دې فابریکې د پرانیستلو په مراسمو کې د اقتصاد وزارت سرپرست د خپلې وینا پر مهال وویل، بُست دولتي فابریکه څلورمه لویه فابریکه ده، چې د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې به رغنده رول ولوبوي. د هلمند د بُست فابریکه چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ ټنو پنبې د پروسس ظرفیت لري، یو له مهمو تولیداتو څخه ده. د یاد ولایت د ځایي چارواكو په خبره، دغه فابريكه د شپږ نيمو مياشتو په موده كې بيارغول شوې ده.