د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزیر وایي، ایران کې د کرونا ویروس له امله لس تنه افغان کډوال مړه شوی دي. سید حسین عالمي بلخي چې نن یې په همدې اړه د ولسي جرګې له لوري جوړې شوې استماعیه غونډې ته خبرې کولی وویل، مړه شوي کسان په قرنطین کې خاورو ته سپارل شوي دي. بلخي زیاته کړې، د ډېریو په اړه یې اطلاع رسونه نه کېږي، دوی تر اوسه یوازې د همدې لس تنه افغان کډوالو د مړیني خبر تر لاسه کړی دی. نوموړي دغه راز ویلي چې اوس له همدې وېرې په ایران کې مېشت افغانان هم هېواد ته د راتګ هڅه کوي او په خبره یې، د راستنېدونکو کډوالو په راتګ سره په افغانستان کې د دې ناروغۍ د پراخېدو احتمال اندېښمن کړي دي.